۰
حکمتیار د ملي یووالي حکومت مشرانو ته!

د اقتدار او وېش بدمرغې مناطرې نورې پای ته ورسوي که نه شي کولای یو بل ته ورتېر شي

يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۳
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ملي یو والي حکومت پر دواړو مشرانو، ښاغلي غني او عبدالله غږ وکړ، چې د اقتدار او وېش بدمرغې مناطرې نورې پای ته ورسوي، تر یو څو یو قوي نظام رامنځ ته شي.
د اقتدار او وېش بدمرغې مناطرې نورې پای ته ورسوي که نه شي کولای یو بل ته  ورتېر شي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ملي یو والي حکومت پر دواړو مشرانو، ښاغلي غني او عبدالله غږ وکړ، چې د اقتدار او وېش بدمرغې مناطرې نورې پای ته ورسوي، تر یو
ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې و ویل«د حکومت پره دواړو مشرانو د یوه مسلمان او یوه ورور په توګه غږ کوم، چې نور د اقتدار او وېش دا بدمرغې مناطرې نورې پای ته ورسوي، ګډ کار سره وکړي، بیا هم هیله ترې کوم، که نه شي کولای یو بل وزغمۍ نو په ټول احترام یو د بل له پاره تېر شي، وبه ګورو، چې دا همت په چا کې دی، تاریخ به یې ولکۍ راځۍ له همدې ځایه باید شروع چې راتلونکې کې یو ولسمشر ولرو تر څو یو قوي نظام ولرو.»
څو یو قوي نظام رامنځ ته شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار نن د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې یوې لویې غونډې ته چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي او د پارلمان غړي ورغلي و، د وینا پر مهال دغه څرګندونې وکړې.
ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې و ویل«د حکومت پره دواړو مشرانو د یوه مسلمان او یوه ورور په توګه غږ کوم، چې نور د اقتدار او وېش دا بدمرغې مناطرې نورې پای ته ورسوي، ګډ کار سره وکړي، بیا هم هیله ترې کوم، که نه شي کولای یو بل وزغمۍ نو په ټول احترام یو د بل له پاره تېر شي، وبه ګورو، چې دا همت په چا کې دی، تاریخ به یې ولکۍ راځۍ له همدې ځایه باید شروع چې راتلونکې کې یو ولسمشر ولرو تر څو یو قوي نظام ولرو.»
ښاغلي حکمتیار له دولت نه دا غوښتنه هم وکړه، چې نور نظام له قومي، سمتي، ژبنیو او حزبي ګټو او وېش څخه راوباسي تر څو ټول ملت په کې ځان وګوري او عدالت ورته ورسېږي، ځکه په وینا دا مهال تر ډېره پورې دولتي ادارې په قومي او حزبي واکونو وېشل شوې دي.
حکمتیار په هېواد کې ډلې
حکمتیار په هېواد کې ډلې ټپلې او واړه واړه احزاب د هېواد پر زیان وبلل او پر ټولو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت له پاره لاس سره ورکړي او په ګډه دوه یا درې داسې احزاب جوړ کړي، چې په هر یوه کې د ټول ملت تمثل له ورایه ښکاره او خپلو پاکو اهدافو ته ورسېږي.
ټپلې او واړه واړه احزاب د هېواد پر زیان وبلل او پر ټولو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت له پاره لاس سره ورکړي او په ګډه دوه یا درې داسې احزاب جوړ کړي، چې په هر یوه کې د ټول ملت تمثل له ورایه ښکاره او خپلو پاکو اهدافو ته ورسېږي.
هغه و ویل، چې نور په افغانستان کې ائتلافي حکومته او سهامي شرکتونه نتیجه نه ورکوي او ټول ملي شخصیتونه او احزاب باید د یوه داسې قوي نظام او حکومت له پاره کار وکړي، چې وکولای شي یو خپلواک او سرلوړی او باثباته هېواد ولري.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړه، چې دی نه دولت ته تسلیم شوی، نه یې په دولت کې د شاملېدو پرېکړه کړې او نه هم په کې شامل شوی، بلکې یوازې په هېواد کې د سولې او امنیت د راتلو په خاطر د حکومت له مشرانو سره یو ځای شوی، تر څو د سولې په برخه
نوموړي د وسله والو طالبانو او ځینو نور کړیو دا تورونه چې ګنې حکمتیار په حکومت کې د ونډې اخیستو په خاطر د سولې کړې په کلکه رد کې او ویې ویل« موږ د پردیو له وساطته پرته مذاکرات پیل کړل، اوس ته د دې پېغور راکوې، چې تسلیم شوې، دا پېغور داسې کسان راکوي، چې کله یې یو نفر له پست نه لرې شي نو غوغا یې پورته شي، هغوی له دې ډارېږي، چې چوکۍ او د دوی برخه به واخلو، خو ورته وایم تشویش مه کوۍ، دا حکومت او وزارتنه تاسو ته مبارک ، زه د امنیت او سولې له پاره ورسره ملګری شوی یم.»
کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي حکمتیار وسله والو طالبانو ته هم په خطاب کې و ویل، چې ده ته دې د تسلیمېدو پېغور نه ورکوي، ځکه په وینا یې افغانستان ته د امریکا د راتګ باعث هم خپله طالبان و او اوس یې د پاتې کېدو لامل هم همدوی دی.
ده وویل، طالبان دې موږ ته دا پېغور نه راکوي، خپله اوباما و ویل، چې طالبان د دوی دښمنان نه دي، دا اوس یې هم امریکا قطارونه ویني خو برید نه پرې کوي، نو هیله کوم، چې نور له پېغورونو تېر شو، یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو او د افغانستان د سولې او ثبات له پاره کاروکړو.»
د حزب اسلامي مشر پر ځینو رسنیو هم نیوکې وکړې، چې په وینا یې په هېواد کې قومي، ژبني او سیمتي تعصباتو ته لمن وهي او پر ټولو یې غږ وکړ،
حکمتیار وویل«په خواشنۍ سره ځینې پر موږ دا تور پورې کوي، چې موږ د ښځو حقوقو ته ژمن نه یو، خو زه ورته وایم، چې موږ د ښځو ټولو اسلامي او انساني حقوقو ته ژمن او مدافع یې یوو تاسو موږ ته موقع راکړی، بیا به وګورو، چې موږ دوی ته ښه حقوق ورکوو، که نور، زه ډېر خواشنی یم، چې د نن په غونده کې مېرمنې نشته، زه پر ټولو مېرمنو غږ کوم، چې ستاسو د حقوقو مدافع یو او ستاسو د اسلامي او انساني حقوقو د احیا له پاره به کار وکړ.»
چې د دغه ډول رسنیو خوله دې بنده کړي.
ښاغلي حکمتیار د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې ځینې کړۍ او کسان پر حزب اسلامي دا تور پورې کوي، چې ګنې د ښځو حقوقو ته درناوی نه لري.
حکمتیار وویل«په خواشنۍ سره ځینې پر موږ دا تور پورې کوي، چې موږ د ښځو حقوقو ته ژمن نه یو، خو زه ورته وایم، چې موږ د ښځو ټولو اسلامي او انساني حقوقو ته ژمن او مدافع یې یوو تاسو موږ ته موقع راکړی، بیا به وګورو، چې موږ دوی ته ښه حقوق ورکوو، که نور، زه ډېر خواشنی یم، چې د نن په غونده کې مېرمنې نشته، زه پر ټولو مېرمنو غږ کوم، چې ستاسو د حقوقو مدافع یو او ستاسو د اسلامي او انساني حقوقو د احیا له پاره به کار وکړ.»
باید و ویل شي، چې د حزب اسلامي مشر تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې هم د یوې غونډې پر مهال ټينګار وکړ، چې هېواد ته د سولې او امنیت د راوستو په خاطر راغلی نه د قدرت او چوکۍ د ترلاسه کولو له پاره.
هغه تېره ورځ هم پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د ده په وینا نور له دې منحوس او ناوړه جګړې لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین