۰

په قرغزستان کې ځمک ښویېدنې ۲۴ کسه وژلي دي

يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۳
د قرغزستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، په قرغزستان کې د ځمک ښویېدنې له امله ۲۴ کسه وژل شوي دي.
په قرغزستان کې ځمک ښویېدنې ۲۴ کسه وژلي دي
د قرغزستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، په قرغزستان کې د ځمک ښویېدنې له امله ۲۴ کسه وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ریاست چارواکو ویلي، دغه پېښه د قرغزستان په ایو ښار کې شوې ده.
د دوی د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي، چې ۹ کسه یې ماشومان دي.
د راپورونو له مخې په سیمه کې د ژغورونکې ډلې لسګونه کارکوونکي په کار بوخت دي او هڅه کوي تر خاورو لاندې شوي جسدونه راوباسي.
د قرغزستان ولسمشر الماس بیګ اتمبایوف په پېښه خواشیني څرګنده کړې او ټولو اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې له زیانمنو شوو سره اړینې مرستې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین