۰

د نړۍ د مشهورې تلویزیوني شبکې (جیم) مشر وژل شوی دی

يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۴
راپورونه وايي، د نړۍ د مشهورې تلویزیونې شبکې (جیم) مشر او مالک سعید کریمیان د ترکیې پلازمېنه استانبول کې پر یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د نړۍ د مشهورې تلویزیوني شبکې (جیم) مشر وژل شوی دی
راپورونه وايي، د نړۍ د مشهورې تلویزیونې شبکې (جیم) مشر او مالک سعید کریمیان د ترکیې پلازمېنه استانبول کې پر یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعید کریمیان په موټر تېره شپه په استانبول ښار کې ډزې شوې چې یو کویټي ملګری یې هم ورسره یو ځای وژل شوی دی.
د ترکیې پولیس وايي کریمیان لومړی زخمي شوی دی خو وروسته یې سا ورکړې ده، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
راپورونه زیاتوي، چې د نوموړي پر موټر ۲۸ ډزې شوې دي.
باید و ویل شي، جیم په نړۍ کې د تلویزیونو ستره شبکه ده، چې تر ډيره د سرګرمۍ او سریالونو د خپرولو په برخه کې مخکښ دی.
دغه شبکه په ۲۰۰۶ کال کې د سعید کریمیان له لوري جوړه شوې ده چې دمګړی په نړۍ کې مشهوره تلویزیوني شبکه ګڼل کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین