۰
خپلواک:

دولت په هر ډول شرایطو کې د سولې خبرو ته حاضر دی

يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۷
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک وايي، افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره هر وخت او هر کله د سولې لپاره چمتو دی.
دولت په هر ډول شرایطو کې د سولې خبرو ته حاضر دی
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک وايي، افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره هر وخت او هر کله د سولې لپاره چمتو دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خپلواک پر وسله والو مخالفینو غږ کړی، چې له جګړې لاس په سر او راشي د سولې خبرې اترې پیل کړي.
اکرم خپلواک چې تېره ورځ یې ننګرهار کې د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حکمتیار د راتګ په غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې د افغانستان دولت له حزب اسلامي سره د سولې تړون د ټولو مادو عملي کولو ته ژمن دی.
نوموړي په دغه غونډه کې پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې راشي او د حزب اسلامي په شان د افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او هېواد ته د سولې او ثبات په راتګ کې مرسته وکړي.
ښاغلي خپلواک په ورته وخت کې پر سیاسي مشرانو هم غږ وکړ، چې د حزب اسلامي او افغان دولت د سولې له پروسې دې نظارت وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین