۰

هلمند ته د امریکا تازه دمه سمندري ځواکونه رسېدلي دی

يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۰
د هلمند چارواکي دغه ولایت ته د د امریکا د تازه دمه ۳۰۰ سمندري ځواکونو د رسېدو خبر ورکړی چې له افغان ځواکونو سره به همکاري کوي.
هلمند ته د امریکا تازه دمه سمندري ځواکونه رسېدلي دی
د هلمند چارواکي دغه ولایت ته د د امریکا د تازه دمه ۳۰۰ سمندري ځواکونو د رسېدو خبر ورکړی چې له افغان ځواکونو سره به همکاري کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سرتېري تېره ورځ سهار هلمند ته رسېدلي، چې ورسره په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم ورغلی و.
هلمند والي حیات الله حیات وايي، دغه سرتېري به له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې مرسته کوي، ځکه په وینا یې په دې وروستیو کې د هلمند په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي دي.
په ورته وخت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان جنرال احمدزی دغه امریکايي سرتیري به په لښکرګاه، ګرمسیر او د ۲۱۵ قول اوردو په قوماندانۍ کې ځای پر ځای شي
نوموړی هم وايي، نوي سمندري امریکايي سرتیري به د هوايي ملاتړ، مشورې او روزنې په برخو کې په هلمند کې له مېشتو افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین