۰

کنړ کې د هوايي برید پر مهال ۱۱ داعشیان وژل شوي

يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۲
امنیتي چارواکي وايي، کنړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
کنړ کې د هوايي برید پر مهال ۱۱ داعشیان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، کنړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کنړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت زیاتوي، چې بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ سهار لس بجې د کنړ د وټه پور ولسوالۍ په قلا قورو سیمه کې پر داعش بمبار کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دغه هوايي برید کې ۱۱ داعشیان وژل شوي، چې ځینې په کې بهرنیان دي خو تر اوسه یې هویت نه دی څرګند شوی.
همت وايي، داعش د کنړ په یو شمېر نورو غرنیو سیمو کې هم د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړي دي.
باید و ویل شي، چې کنړ والي وحیدالله کلیمزي هم په دې وروستيو کې د داعش له خوا د وسله والو د جلب او جذب په تړاو اندېښنه ښوودلې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین