۰
ولسمشر غني:

هېڅوک او هېڅ ډله نور نه شي کولای د ترور او قتل لارې قدرت ته ورسېږي

شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور هغه وخت تېر شوی، چې یو څوک یا یوه ډله وکولای شي، د وحشت، ترورو قتل او جنګ جګړو له لارې قدرت ته ورسېږي.
هېڅوک او هېڅ ډله نور نه شي کولای د ترور او قتل لارې قدرت ته ورسېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور هغه وخت تېر شوی، چې یو څوک یا یوه ډله وکولای شي، د وحشت، ترورو قتل او جنګ جګړو له لارې قدرت ته ورسېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې نن یې په ارګ کې د د غوايي د ۸ مه د مجاهدینو د بري ورځې په لمانځ غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې نور هېڅوک او هېڅ ډله نه شي کولای، چې د ترورو، قتل او جګړې له لارې قدرت ته ورسېږي.
ښاغلي غني و ویل، د ملي یووالي حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې، هر اړخیزه اصلاحاتو او قانون د پلي کولو ټينګه اراده لري او په دې لار کې به له هېڅ کاره ځان ونه غړوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغان ولس نور د فساد او قانون ماتونې زغم نه لري او هېڅ فاسد باید د قانون له منګولو خلاص نه کړای شي.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د قانون د حاکمیت له پاره قوي اراده او پلاونونه موجود دي او هېڅوک باید کوښښ ونه کړي، چې د عدلي او قضايي ادارو په چارو کې مداخله وکړي.
افغان ولسمشر زیاته کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د فساد پر وړاندې د پام وړ کارونه شوي او د ملي یووالي حکومت ژمن دي، چې دغه لړۍ ته نوره هم چټکتیا ورکړي.
ده و ویل، چې افغان حکومت او افغان ولس هغه مهال له ستونزو سره مخ کېدای شي، چې په وینا یې موږ له د ننه د قومي، سمتي، ژبني او داسې بې مسؤولیت څرګندونو ښکار شو، چې د ولس د ازار او اذیت سبب کېږي.
ولسمشر غني و ویل، چې د سیاسي اقشارو او سیاسي ډلو غیر مسؤولانه څرګندونې او کړنې هغه څه دي، چې ملت له ستونزو سره مخ کولای شي او د دښمن پر ژرنده اوبه ورماتوي.
نوموړي پر ټولو سیاسي اقشارو، سیاسي ډلو او سیاسي څېرو غږ وکړ، چې نور له خپلو شخصي ګټو تېر او د ملي ګټو د خوندي کولو له پاره راپورته او یو بل ته لاسونه سره ورکړي.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د ولسمشر راتلونکې ټاکنې په خپل وخت تر سره شي او دغه راز د ولسي جرګې ټاکنې به هم سږ کال تر سره شي.
هغه د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو هم ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې لار کې ځینو کارونه شوي او ځینې لا هم په پلان کې دي.
هغه پر ولس غږ وکړ، چې د افغان ځواکونو تر څنګ په ټينګه ودرېږي او هېواد نور د پردیو د وحشتونو او غیر انساني او غیر اسلامي کړنو څخه وژغوري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین