۰
حکمتیار:

طالبان په زرو په افغانانو حکومت نه شی کولای / دا جګړه نه د اسلام په ګټه ده او نه ورته له عقلي پلوه کومه توجیه لرو

شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۲
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې پر افغانانو په زور حکومت نه شي کولی او باید له جګړې لاس واخلي.
طالبان په زرو په افغانانو حکومت نه شی کولای / دا جګړه نه د اسلام په ګټه ده او نه ورته له عقلي پلوه کومه توجیه لرو
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې پر افغانانو په زور حکومت نه شي کولی او باید له جګړې لاس واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حکمتیار تېره شپه په لغمان کې د افغان حکومت له چارواکو او خپلو نېږدې پلویانو سره د یوې ناستې پر مهال خبریالانو ویل، چې نور باید ټولې خواوې یو بل ته د ورورګلوی لاسونه ورکړي او په افغانستان کې سوله راولي.
نوموړي
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«نن لوی کار دا دی، چې یوه بل ته د ورورګلوۍ لاسونه ورکړو او افغانستان کې سوله راولوطالبانو ته مې پیغام دا دی، چې راځۍ سره کښېنو او دا مساله حل کړو، نور د پردیو د مټو په زور پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدۍ، ډېرو دا وازمایلو، چې ناکام شول.»
په خپلو خبرو کې و ویل، چې دا جګړه نه د اسلام په ګټه ده او نه ورته له عقلي پلوه کومه توجیه لرو او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«نن لوی کار دا دی، چې یوه بل ته د ورورګلوۍ لاسونه ورکړو او افغانستان کې سوله راولوطالبانو ته مې پیغام دا دی، چې راځۍ سره کښېنو او دا مساله حل کړو، نور د پردیو د مټو په زور پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدۍ، ډېرو دا وازمایلو، چې ناکام شول.»
د حزب اسلامي مشر په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، باید ومنو چې له دې وروسته به هغه څوک حکومت کوي، چې ملت یې غواړي.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي غړي قریب الرحمن سعید ویلي، حکمتیار به کابل ته تر تګ وړاندې، جلال آباد ښار ته ولاړ شي.
د اسلامي حزب سرچینې وايي، کابل ته په رسېدو به حکمتیار لومړی غازي لوبغالي ته ولاړ شي او هلته به خلکو ته وینا واوروي، له هغه وروسته به ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ شي او له ولسمشراشرف غني، افغان چارواکو او بهرنيو ديپلوماتانو سره به وګوري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین