۰
پنټاګون:

د افغانستان له پاره د داعش مشر وژل شوی دی

شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان له پاره د داعش ډلې مشر عبدالحسیب د دغه هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د افغانستان له پاره د داعش مشر وژل شوی دی
د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان له پاره د داعش ډلې مشر عبدالحسیب د دغه هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون اعلان کړی، چې د داعش مشر د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د افغانستان او امریکا د ځانګړو ځواکونو په جګړې کې وژل شوی وي.
د پنټاګان ویاند تورن جیف ډیوس وايي، د داعش د مشر د وژلو یا ژندي نیولو عملیات د شپې په لس نیمو بجو هغه وخت پيل شول چې افغان او امریکایي کومانډوګان سیمې ته په هیلوکوپترو کې ورسېدل او د داعش په مرکز کې ښکته شول چې ټینګ امنیت یې ساتل کیده.
د پنټاګان ویاند تورن جیف ډیوس تېره ورځ (جمعه) خبریالانو ته ویلي، چې د داعش د مشر د وژلو یا ژوندي نیولو عملیات خطرناک ماموریت و.
ځکه په وینا یې امریکایي ځواکونه پدې پوهیدل چې هغه به د خپل ځان د حفاظت لپاره پوره بندوبست کړی وي او د خپل ځان د ژوندي ساتلو لپاره به تر مرګه جګړه کوي.
سرچینې زیاته کړې، چې د داعش د مشر د وژلو په عملیاتو کې د امریکا د خاصو عملیاتو پنځوسو سرتېرو او د افغانستان د خاصو عملیاتو د ځواکونو ۴۰ سرتېرو برخه درلوده او درې ساعته یې د داعش په سمڅو بمبارد وکړ.
د امریکا دفاع وزارت ویلي په دغه عملیاتو کې ۳۵ نور داعشیان او دغه راز دوه امریکايي سرتېري هم وژل شوي، چې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه پلټنې کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین