۰
ایګور کوروبوف:

ترهګر هڅه کوي له افغانستانه منځنۍ آسیا ته ځان ورسوي

شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۱
د روسیې د پوځ د لوی درستیز مرستیال ایګور کوروبوف وايي، له افغانستان منځنۍ آسیا ته د ترهګرو د ورتګ تهدیدونه حقیقي دي.
ترهګر هڅه کوي له افغانستانه منځنۍ آسیا ته ځان ورسوي
د روسیې د پوځ د لوی درستیز مرستیال ایګور کوروبوف وايي، له افغانستان منځنۍ آسیا ته د ترهګرو د ورتګ تهدیدونه حقیقي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کوروبوف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستانه د دغه هېواد شمالي ګاونډیو ته د ترهګرو د ورتګ پر وړاندې باید اړین اقدامات وشي.
د هغه په وینا روسیه له افغان حکومت سره مرسته کوي، څو ترهګر هلته له منځه یوسي، ځکه دغه ډلې په رښتینې توګه کوښښ کوي ځان د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ورسوي.
نوموړي ویلي، چې طالبان یوازې خپله جغرافیه لري، دوی له افغانستان بهر هېڅ ګاونډي ته زیان نه اړوي، خو داعشیان بیا غواړي خپله لمن پراخه کړي.
کوروبوف زیاته کړې، چې د داعش په لیکو کې داسې کسان شته دي، چې د مرکزي آسیا د هېوادونو تبعه دي او هڅه کوي خپلو هېوادونو ته ولاړ شي او امنیتي ستونزې جوړې کړي خو په وینا یې روسیه به هڅه وکړي چې د دغه تهدیدونو د مخنیوي په موخه اړین ګامونه پورته کړي.
جمهورآژانس:کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین