۰
روګیو:

امریکا په افغانستان کې خپلې موخې نه دي ترلاسه کړې

شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۲
امریکایی قانون پوه او لیکوال بیل روګیو، وايي، امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او هغه موخې یې چې درلودې نه یې دي تر لاسه کړې.
امریکا په افغانستان کې خپلې موخې نه دي ترلاسه کړې
امریکایی قانون پوه او لیکوال بیل روګیو، وايي، امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او هغه موخې یې چې درلودې نه یې دي تر لاسه کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې روګیو، لانګ ور جورنال ته ویلي، چې د امریکا په موجودیت کې القاعده او طالبان پياوړي شوي او همدا راز داعش ډلې په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړی دی.
نوموړي ویلي، امریکايي حکومتونو میلیاردونه ډالر د افغانستان په جګړه ولګول، خو پایلې یې هغه څه نه وي چې تمه ترې کېده.
دغه امریکایی قانون پوه او لیکوال زیاته کړې، چې د اوباما په حکومت کې طالبانو ته د خطر په سترګه و نه کتل شول، نو همدا لامل شو، چې د القاعده او داعش په څېر ډلې د طالبانو په لیکو کې له شته وسله والو په استفادې خپلې لیکې پياوړې کړي.
د هغه په وینا امریکا غوښتل، القاعده له منځه یوسي او له طالبانو سره د دغه ډلې اړیکې نابودې کړي، خو دوی په دې کار نه دي بریالي شوي، بلکې په خبره یې د القاعده او طالبانو ترمنځ اړیکې لا نږدې شوې، دوی له یو بل سره مشورې کوي او په همدې لړ کې داعش هم په افغانستان کې د پښې ځای پيدا کړی دی.
دی زیاتوي، چې طالبان د افغانستان ډيری برخې په واک کې لري، پیاوړې جګړه کوي او امریکا لا هم په دې بوخته ده چې دافغانستان په اړه خپله پالیسي اعلان کړي.
بیل روګیو ترهګر لا هم په خپل قوت پاتې دي، تر پخوا پیاوړي کېږي، ځکه روسیه او ایران يې ملاتړ کوي همدا راز پاکستان امن روزنځایونه او پټنځایونه ورته برابر کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین