۰

د پاکستان یو پوځي پلاوی کابل ته راغلی دی

شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۵
پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته تللی او د افغانستان د ملي دفاع له سرپرست وزیر طارق شا بهرام او لوی درستیز محمد شریف یفتلي سره کتلي دي.
د پاکستان یو پوځي پلاوی کابل ته راغلی دی
پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته تللی او د افغانستان د ملي دفاع له سرپرست وزیر طارق شا بهرام او لوی درستیز محمد شریف یفتلي سره کتلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رسنیو ویلي، چې دغه پلاوی تېره ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په لار ښوونه افغانستان ته تللی دی.
د دوی په خبره د پلاوی مشري بلال اکبر کوله او په دې کتنه کې یې له افغان لوري سره پر بېلا بېلو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
سرچینې زیاتوي، چې کابل ته تللي پلاوي د بلخ پر پېښه خواشي ښودلې او افغان لوري ته یې ډاډ ورکړي، چې پاکستان به هېڅ د افغانستان پر وړاندې به یې خاوره هېڅوک و نه شي کارولی.
رسنیو د بلال اکبر له خولې لیکلي، چې ترهګري د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او پاکستان به هېڅ ترهګر ته اجازه ورنکړي، چې خاورې ته یې د ننه شي.
خو افغان چارواکو تر اوسه د دغه پلاوی په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په دې وروستیو کې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین