په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۱۸۱ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یوناما له خوا نن په یوه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په تېرو ۳ میاشتو کې لږ تر لږه ۷۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان شوي دي.
یوناما په خپل ریپوټ کې جګړه، وسلهوالې نښتې، چاودنې، ځانمرګي او هوايي بریدونه د ملکي تلفاتو د اصلي لاملونو په توګه یاد کړي دي.
په راپور کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه کمه ښودل شوې خو وايي، ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو تر ټولو ستر لامل دي، چې له امله ۳۵ سلنه تلفات رامنځ ته شوي دي.
په دغه راپور کې د حکومت وسله وال مخالفین په دوامداره توګه په قصدي توګه د ملکیانو هدف ګرځولو باندې تورن شوی دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو ویلي د وسله والو شخړو پرمهال په قصدي توګه د ملکیانو وژل او ټپي کول جنګي جرم دي. د حکومت مخالف عناصر باید دا زړه بوږنوونکی عمل ودروي.
په راپور کې ویل شوي، چې د حکومت وسله وال مخالفین ۶۲ سلنه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.
په دې ریپوټ کې د ۱۶۵ ملکيانو د وژل کیدو او د ۲۸۶ نورو د ټپي کیدو مسؤولیت د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچول شوی، چې د تیر کال په پرتله ۲ فیصده کموالی په کې راغلی دی.
د یوناما د ریپوټ له مخې د افغان ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ د ځمکنې جګړې له امله ۹ فیصده ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې، چې مسولیت یې کوم لوري په غاړه نه دی اخیستی.
یوناما په افغانستان کې له ټولو ښکیلو غاړو څخه غوښتي، چې د جګړې پر مهال نړېوال منل شوي اصول مراعت او د ملکيانو د ژوند د خوندیتوب ته پام وکړي.
جمهورآژانس:کابل