۰
روسیه:

داعش هڅه کوي په افغانستان کې خپلو لیکو ته لا ډير جنګیالي جذب کړي

پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۳
د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال ایګور کروفوف وايي داعش ډله هڅه کوي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې په افغانستان کې خپل ځواک لا پياوړی کړي.
داعش هڅه کوي په افغانستان کې خپلو لیکو ته لا ډير جنګیالي جذب کړي
د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال ایګور کروفوف وايي داعش ډله هڅه کوي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې په افغانستان کې خپل ځواک لا پياوړی کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کروفوف له ایټرټاس سره په مرکه کې ویلي داعش د خپلو جنګیالیو د زیاتولو په هڅه کې دي او ورځ تر بلې یې شمېره ډېرېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دمګړی له دغه ډلې سره ۳۵۰۰ جنګیالي یو ځای دي خو دا شمېره ورځ تر بلې ډېرېږي.
د نوموړي په خبره داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلو لیکو ته لا ډير جنګیالي جذب کړي او همدا راز له ځينو بهرنیو هېوادونو هم د دوی جنګیالي را روان دي.
دغه روسي جنرال اندېښنه ښودلې، چې که د دغو ډلو پر وړاندې همدا اوس پر وخت اقدام و نه شي ښايي وروسته ډیرې ستونزې و زېږوي.
دغه روسي چارواکي په افغانستان کې د داعش له زیاتېدو پر داسې مهال خبر ورکوي، چې افغان او ناټو چارواکي وايي، په افغانستان کې به داعش ته د پښې اېښودو ځای ورنکړي او دغه ډله به افغانستان څخه پاکه کړي.
افغان او ناټو چارواکي زیاتوي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې عملیات چټک کړي او په وروستیو بریدونو کې یې دغه ډلې ته لویه ضربه ورکړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین