۰
خواجه آصف:

روسیه د وسله والې ډلې دې ته اړ کړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي

پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۴
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وايي، روسیه باید د سیمې د یوه اغیزناک هېواد په توګه د افغانستان د سولې په مسله کې رغنده رول ادا کړي.
روسیه د وسله والې ډلې دې ته اړ کړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وايي، روسیه باید د سیمې د یوه اغیزناک هېواد په توګه د افغانستان د سولې په مسله کې رغنده رول ادا کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اصف تېره ورځ د مسکو د نړیوال امنیت تر کنفرانس له خپل روسي سیال سرګي شایګو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د سولې په اړه د روسیې هڅې کولی شي ښې پایلې ولري.
د خواجه آصف په وینا روسیه کولی شي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې وسله والې ډلې دې ته اړ کړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دې توګه په سیمه کې پرمختګ او امنیت ته زمینه برابره شي.
وموړي زیاته کړې، چې پاکستان هم د یوه ګاونډي په توګه د افغانستان له سولې او ثبات سره د مرستې لیوالتیا لري.
په ورته وخت کې د روسیې ددفاع وزیر ویلي، هېواد یې هڅه کوي په سیمه کې د هرې غیر قانوني وسله والې ډلې د فعالیت مخه ونیسي، له همدې امله یې هېواد لېواله دی چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني او وسلې پر ځمکه کېږدي.
باید و ویل شي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم پر طالبانو غږ کړی و، چې د افغانستان اساسي قانون ومني او د سولې لار خپله کړي.
د لاوروف په خبره د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کېږي، باید د سولې لار خپله کړای شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین