۰

پکتیکاوال وايي خپل اولادونه په ملي اردو کې شاملوي

پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۷
په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو تر برید وروسته د پکتیکا ولایت یو شمېر قومي مشران وايي، چې خپل اولادونه به د ملي اردو په لیکو کې شامل کړي.
پکتیکاوال وايي خپل اولادونه په ملي اردو کې شاملوي
په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو تر برید وروسته د پکتیکا ولایت یو شمېر قومي مشران وايي، چې خپل اولادونه به د ملي اردو په لیکو کې شامل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قومي مشرانو او مدني ټولنو په ګډه تېره ورځ په مرکز ښرنه کې غونډه جوړه کړې وه او پر شاهین قول اردو برید یې وغانده.
قومي مشرانو او مدني ټولنو ویل، چې دغه پېښې پکتیکاوال ډېر غمجن کړي او هوډ یې کړی، چې د شاهين قول اردو د پېښې د غچ اخيستو لپاره خپل اولادونه د ملي ځواکونو په ليکو کې داخل کړي.
د قومي مشرانو په استازيتوب ميرزا خان وويل چې د افغانستان په روانه جګړه د پاکستان استخباراتي اداره لاس لري چې بايد حکومت يې مخه ونيسي.
د غونډې په پاى کې په پکتيکا کې د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل چې يو شمېر افغانان د پرديو په لمسون د خپل هېواد امنيت له ګواښ سره مخ کوي.
ده له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه سره يو لاس شي.
قومي مشران دغه غونډه پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې دافغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال هم له قومي بنسټونو وغوښتل، چې د افغان ځواکونو تر شاه ودرېږي او روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږي.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین