۰
په شبرغان کې د جنرال دوستم پلویان:

که حکومت مو غوښتنې ونه مني په لاریونونو په لاس پورې کړو

چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۱
په شمالي جوزجان ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویان اعتراضیه غونډه وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ، چې د دوی غوښتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
که حکومت مو غوښتنې ونه مني په لاریونونو په لاس پورې کړو
په شمالي جوزجان ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویان اعتراضیه غونډه وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ، چې د دوی غوښتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جنرال دوستم پلویان چې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې راغونډ شوي و، په حکومت تور پورې کړ، چې د ازبکو قوم ته یې په ملي یوواللي حکومت کې مهمې څوکۍ نه دي ورکړل شوې.
د غونډې ګډونوال پر ولسمشر محمد اشرف غني هم نیوکه کوله، چې ازبکو قوم ته پاملرنه نه کوي او په ازبک مېشتو سیمو کې افغان حکومت انکشافي پروژې نه پلې کوي.
دوی پر حکومت غږ وکړ، چې غوښتونو ته یې مثبت ځواب و وايي، کنه په وینا یې له لویو او پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
جمهورآژانس:جوزجان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین