۰

ننګرهار کې ۳۴ داعشیان وژل شوي دي

چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۸
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي او یو شمېر وسلې یې له منځه وړل شوې دي.
ننګرهار کې ۳۴ داعشیان وژل شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي او یو شمېر وسلې یې له منځه وړل شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا د حمزه په نوم د پیل شویو عملیاتو لړۍ ده، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تر سره شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، افغان ځواکونو د اچین په پېښې او مامند سیمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې ۳۴ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي
په ورته وخت په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقري ویلي، چې عملیات د کمانډو ځواکونو له خوا تر سر شوي، چې په کې ۲۱ داعشیان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی او ډېر ژر به اچین ولسوالي له داعش وسله والو پاکه کړای شي.
باید و ویل شي، چې په اچین کې د امریکا له لوري د تر ټولو ستر غیر اټومي بم تر غوځول کېدو وروسته له هم داعش په سیمه کې موجود دی او له افغان ځواکونو سره جګړه کوي.
افغان ځواکونه وايي د داعش پر وړاندې یې پرمختګ کړی دي او دا مهال هغوی د تېښتې په حال کې دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین