۰

غزني کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۸
د غزني امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د یوې نښتې په ترڅ کې د ۱۰ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
غزني کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د غزني امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د یوې نښتې په ترڅ کې د ۱۰ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل وايي، نښته تېره شپه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ د عبدالله ګل په سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړی زیاتوي وسله والو غوښتل په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، خو افغان ځواکونو وار پرې ړومبی کړ او برید یې پرې وکړ.
د امرخېل په خبره د افغان ځواکونو په برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.
هغه د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه ونه ویل، خو وايي د برید پر مهال د وسله والو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین