۰
حامد کرزی

هیله ده، چې روسیه طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي

چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، هیله لري چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ پر مرکز بدل شي او روسیه وکولای شي، طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
هیله ده، چې روسیه طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، هیله لري چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ پر مرکز بدل شي او روسیه وکولای شي، طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی کرزی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې کنفرانس کې د ګډون مسکو ته تللی دی، وايي، نه غواړي چې دلته د قدرتونو او هېوادونو تر منځ تقابل رامنځ ته شي.
ښاغلي حامد کرزي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې پر مهال له دوی مننه کړې، چې په دغه هېواد کې یې د اپریل د څوارلسمې غونډه جوړه کړه.
پخواني ولسمشر ویلي، هیله لري، چې دغه ډول غونډې او کنفرانسونه په دې بریالي شي، چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
نوموړي له روسي چارواکو غوښتي چې د افغان حکومت په پیاوړي کولو او قوي کولو کې خپلې مرستې ډير کړي او د سیمې له هېوادونو سره په همغږۍ د سولې هڅو ته ادامه ورکړي.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف حامد کرزي ته د ښه راغلاست د ویلو تر څنګ، هغه په سیمه او افغانستان کې یو اغیزناک شخصیت بللی دی.
لاروف ژمنه کړې چې د افغان سولې له پروسې به د افغانانو په غوښتنه او مشرۍ ملاتړ کوي او هڅه کوي چې افغانستان ته د ثبات او سولې په راوستو کې برخه واخلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په توافق به د افغان سولې هڅو ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې به هیڅ راز مرسته و نه سپموي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین