۰

هند، امریکا او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کوي

چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۳
په هندوستان کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، په نېږدې راتلونکې کې به هند، افغانستان او امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي.
هند، امریکا او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کوي
په هندوستان کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، په نېږدې راتلونکې کې به هند، افغانستان او امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ابدالي ویلي، په دغه درې اړخیزه ستراتېژیکو خبرو کې به تر ډېره تمرکز په دې وي، چې څنګه کولی شي له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي.
د ابدالي په وینا همدارنګه به هند او امریکا له افغان حکومت سره د خپلو مرستو پر څرنګوالي هم بحث وکړي.
ده له افغانستان سره د هند د نظامي مرستو په اړه وویل، چې دغه خبرې به تر ډیره له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي متمرکزې وي او د نظامي مرستو په اړه به تر ډیره بحث و نه شي.
افغان سفیر وايي، هند تل له افغانستان سره نظامي مرستې کړې دي او لا هم د افغانستان سلګونه سرتیري په هند کې پر نظامي زده کړو بوخت دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین