۰
هند کې افغان سفیر:

د طالب او داعش تر منځ باید توپیر ونه شي/ د القاعده مشر ایمن الظواهري په پاکستان کې لیدل شوی

سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۰
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د ښو او بدو ترهګرو ترڅنګ باید د طالب او داعش تر منځ هم توپیر ونه شي او د ترهګرو ټول پټنځایونه له منځه یووړل شي.
د طالب او داعش تر منځ باید توپیر ونه شي/ د القاعده مشر ایمن الظواهري په پاکستان کې لیدل شوی
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د ښو او بدو ترهګرو ترڅنګ باید د طالب او داعش تر منځ هم توپیر ونه شي او د ترهګرو ټول پټنځایونه له منځه یووړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ابدالي دغه څرګندونې د افغانستان او هندوستان ستراتيژيکې اړيکې تر عنوان لاندې د (بروکېنګ) ادارې له خوا يوې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.
نوموړي و ویل، چې اوس په افغانستان کې په یوه نوې بڼه لویه لوبه پیل شوې، هغه هم دا چې یوه ترهګر ډله د بلې پر ضد کارول کېږي.
ابدالي ویلي«که چېرې موږ يوه ترهګره ډله د بلې پر ضد وکاروو؛ دا به ډېره خطرناکه ثابت شي او د نړۍ راتلونکى به تياره کړي، کوم هېوادونه چې د داعش پر ضد له طالب سره مرسته کوي، نو په دې وروستيو کې پر افغان پوځي اډې د طالب ډله ييز وحشت ته دې وګوري.»
که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم په داګه نه کړ، خو ښايي اشاره یې روسیې ته ویل، چې ویل کېږي، وسله وال طالبان د داعش پر ضد حمایه کوي، خو روسیې دغه ادعاوې رد کړې دي.
ابدالي ټيڼګار وګړ، چې نړیوال او د سیمې هېوادونه باید د ټولو ترهګرو پر وړاندې یو شان مبارزه وکړي او له افغانستان بهر دې د ترهګرو پټنځايونه او خوندي ځالې په نښه کړى شي.
په هند کې افغان سفیر دا هم و ویل، چې د القاعدې او طالبانو مشران په پاکستان کې و وژل شول، اوس ويل کېږي چې د القاعدې اوسنى مشر ايمن الظواهري هم په پاکستان کې ليدل شوى دى.
ده زیاته کړې، چې په افغانستان کې د داعش ډله له سوريې او عراق هغو څخه بېله ده او په وینا یې د افغانستان داعش له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) لشکر طيبه او نورو څخه جوړه شوې ده.
ښاغلي ابدالي د خپلو خبرو په پای کې له هندوستان څخه مننه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي او له هندوستانه یې وغوښتل، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.
جمهورآژانس:کابل
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین