۰
ملګري ملتونه:

افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی

سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۲
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وايي افغان چارواکو د فساد پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ کړی دی.
افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وايي افغان چارواکو د فساد پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان چارواکو د پرمختګ خبر نن په یوه نوي خپاره کړي راپور کې ورکړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي، ملګري ملتونه له یاد پرمختګ څخه هرکلی کوي، خو په وینا یې د دغه هېواد د راتلونکي له پاره باید فساد له منځه یووړل شي.
نوموړي ویلي د فساد سره په مبارزه کې د دولت روان کوښښونه چې د معافیت د لمنځه وړولو لامل ګرځي، حساب ورکول او شفافیت تامینوي او د عامه خدماتو، مالي او د طبیعی منابعو د اداري د اعتبار د بیا راګرځولو سبب ګرځي، په بشپړه توګه ملاتړ کوي.
یاماماتو زیاته کړې« زه هیله من یم چې له فساد سره د مبارزي په برخه کې تر لاسه شوي پرمختګونه او هغه سپارښتنې چې زموږ په راپور کې راغلي، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزي په برخه کې د پالیسیو د ال انسجام او همغږی کېدو لامل شي.
په راپور کې د ولسمشر له خوا د فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رامنځ ته کول، ژمن پولیس، څارنوالان، او ابتدائیه او استناف محکمې په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزې کې مهم عناصر بلل شوي.
دغه راپور څو سپارښتنې کړي، او دا مني چې له فساد سره د حکومت د روانی مبارزې هڅې باید د زیاتو افغانانو پر ژوند اغیزه وکړي.
نوموړي ویلي په دې راپور کې دې پایلې ته رسیدلی چې، سره له دې چې د قانون او پالیسیو زیات اصالحات تر سره شوي، فساد لا تر اوسه د افغانستان د سولې او سوکالۍ په وړاندې د پام وړ خنډ دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي زیاته کړې، دا راپور په ډاګه کوي چې د فساد پر وړاندې مبارزه په لنډه موده کې نه ګټل کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین