۰
امنیتي چارواکي:

زابل کې د داعش ډلې عمومي قوماندان نیول شوی

سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۱
امنیتي چارواکي وايي افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال په زابل ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یو مهم قوماندان نیولی دی.
زابل کې د داعش ډلې عمومي قوماندان نیول شوی
امنیتي چارواکي وايي افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال په زابل ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یو مهم قوماندان نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس نورزي ویلي، چې ګډو ځواکونو تېره شپه د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې پر داعش عملیات تر سره کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې په زابل کې د داعش وسله والې ډلې بنسټ اېښودونکی او عمومي قوماندان خالد اخندزاده نیولی دی.
نورزی وايي، په دې عملیاتو کې د د داعش د قوماندان پنځه نور ملګري هم نیول ژوندي نیول شوي او دغه راز شپږ تنه نور یې وژل شوي دي.
د هغه په وینا د داعش په نیول شویو کسانو کې درې تنه خارجي اتباع دي او همدا ډول په وژل شویو کې هم درې تنه خارجي اتباع دي.
د زابل امنیه قوماندان زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې له افغان کمانډو ځواکونو سره بهرنیو ځواکونو هم مرسته کول، چې په تر سره کېدو سره یې داعش ته سخته ضربه ورکړل شوې ده.
باید و ویل شي، چې د داعش ډلې غړي، د زابل ولایت په خاک افغان، دایچوپان او ارغنداب ولسوالیو کې ډېر فعاله بلل کېږي، چې د ولایتي شورا په خبره پر وړاندې یې باید جدي اقدامات تر سره شي.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین