۰

ملي امنیت لوګر کې د حقاني شبکې دوه غړي وژلي

سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۸
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، منسوبینو یې په لوګر ولایت کې د حقاني شبکې دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.
ملي امنیت لوګر کې د حقاني شبکې دوه غړي وژلي
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، منسوبینو یې په لوګر ولایت کې د حقاني شبکې دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست نه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت ځواکونو د لوګر په مرکز کې ځانګړي عملیات ترسره کړل.
سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې د حقاني شبکې دوه وسله وال وژل شوي او پنځه تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد ترهګر د حقاني شبکي د يو قوماندان جليل مقدس له خوا په لوګر ولايت کې د بريدونو په خاطر ګمارل شوي وو.
د ملي امنیت ریاست په وینا، پاتې پنځه تنه هر يو ګل رحمان په رحماني مشهور، باتور په نصرت مشهور، الياس په فيضان مشهور، انارګل ، او طلامحمد يي ژوندي نيول شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې يادو کسانو اعتراف کړی چې دوی ته د لوګر ولایت د ناامنه کېدو دنده له ډيورنډ فرضې کرښې هاخوا د پرديو لخوا ورکړل شوې وه ، چې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
سرچینه زیاتوي، چې په يادو عملياتو کې د ترهګرو د پټنځای څخه د دهشکې ديرش صندوقه مرمۍ د ۸۲ ملي متري توپ ۱۶ مرمۍ د هاوان ۶ مرمۍ د راکټ ۱۶ مرمۍ يو تنفګچه او ځينو نور اړوند اسناد ترلاسه شوي دي.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین