۰

ننګرهار کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۴
چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو پخوانی جهادي قوماندان په ډزو وژلی او د هغه ملګری یې ټپي کړی دی.
ننګرهار کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی
چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو پخوانی جهادي قوماندان په ډزو وژلی او د هغه ملګری یې ټپي کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د کوز کنړ په عبدالخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وژل شوی پخوانی جهادي قوماندان بهرام نومېږي، چې اصل د لغمان اوسېدونکی او دا مهال په ننګرهار کې اوسېده.
نوموړی زیاتوي، چې قوماندان بهرام په خپل شخصي موټر کې له سیمې د ښار په لور روان و، چې نامعلومه وسله والو پرې برید کړی دی.
خوږیاڼی زیاتوي، چې په برید کې قوماندان بهرام وژل شوی او د سنګر په نامه د هغه یو ملګری ټپي شوی دی.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د قوماندان بهرام پر مړينه خواشيني ښودلې او اړوندو امنيتي ارګانونو ته يې د پېښې د څېړلو امر کړى دى.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ښېوې تر څنګ په کامې ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د دارالمعلمين يو ښوونکى وژلى و.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین