۰

استرالیا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی

سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۴
د استرالیا لومړی وزیر ملکم ټرمبل وايي هېواد به یې له افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او تحصیلاتي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
استرالیا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی
د استرالیا لومړی وزیر ملکم ټرمبل وايي هېواد به یې له افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او تحصیلاتي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د استرالیا لومړی وزیر ملکم ټرمبل پرون د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و او له ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو سره یې کتلي دي.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې د استرالیا لومړي وزیر له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټیګار کړی دی او په افغانستان کې یې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د ټرمبل په وینا افغانستان او استرالیان تاریخي ملګري دي او استرالیا هڅه کوي چې دتاریخ په دې حساسو شېبو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
ښاغلي ټرمبل زیاته کړې، هېواد یې په دې لټه کې دی چې افغان ځوانانو ته په خپل هېواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي څو دوی وکړی شي په افغانستان کې د خدماتو جوګه شي.
د ټرمبل په وینا د استرالیا مرستې به له افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او تحصلاتي برخو کې ادامه ولري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین