۰

چین په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۵
چین په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې، او په بلخ ولایت کې یې پر شاهین قول اردو شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
چین په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې
چین په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې، او په بلخ ولایت کې یې پر شاهین قول اردو شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ ویلي، پر شاهین قول اردو برید او د مرګ ژوبلې زیاتې کچې چین ته ټکان ورکړی دی او دا برید غندي.
ده د افغانستان په شاهین قول اردو کې د مرګ ژوبلو په خاطر د چین له لوري ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي وکړه.
نوموړي زیاته کړې چین په افغانستان کې له تاوتریخوالي په اندېښنه کې دی او له ټولو افغان خواو غواړي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې په پروسه کې برخه واخلي.
باید و ویل شي، چې په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو تېره جمعه ورځ برید وشو، چې په کې ۱۳۸ تنه وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین