۰
سرچینې:

بهرامي د ملي دفاع سرپرست وزیر او یفتلي لوی درستیز ټاکل شوي

دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۴
حکومتي سرچینې وايي، د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر او جنرل شریف یفتلي د وسله وال پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.
بهرامي د ملي دفاع سرپرست وزیر او یفتلي لوی درستیز ټاکل شوي
حکومتي سرچینې وايي، د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر او جنرل شریف یفتلي د وسله وال پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوې حکومتي سرچینې نن رسنیو ت ویلي، چې دغه کسان د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي او لوی درستیر جنرال قدم شاه شهیم تر استعفا وروسته ټاکل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د جنرال حبیبي او جنرال شهیم استعفاوې د ولسمشر له خوا منل شوې، خو د نویو ټاکل شویو کسانو د ګومارنې په اړه یې بې خبري وښوده.
باید و ویل شي، چې طارق شاه بهرامي تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین او جنرال شریف یفتلي د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان و.
باید و ویل شي، چې د ملي دفاع وزارت جنرال عبدالله حبیبي او لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له خپلو دندو استعفاوې ورکړې.
دوی ویل چې استعفاوې یې د کوم فشار له امله نه بلکې د ملي ګټو په خاطر کړې او غواړي خپل ځای ځوانانو ته پرېږدي.
دوی پر شاهین قول اردو تر شوي برید وروسته خپله استعفا وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین