۰

خوست کې د امریکايي ځواکونو اډې ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۵
په خوست ولایت کې موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
خوست کې د امریکايي ځواکونو اډې ته څېرمه ځانمرګی برید شوی
په خوست ولایت کې موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن ماسپښین مهال شاوخوا یوه بجه شوی دی.
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وايي، دغه موټر بم برید په دې ولایت کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د اډې یوې دروازې ته څېرمه  شوی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش ویلي برید په خوست کې د بهرنیو ځواکونو د کمپ تر څنګ شوی دی.
د خوست امنیه قومانداني هم تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر هوایي اډې موټر بم برید شوی دی.
روغتیايي سرچینې وايي، د پېښې ځای ته یې  امبولانسونه لېږلي، خو امریکایي ځواکونو د چاودنې ځای ته د تګ اجازه نه ده ور کړې.
تر اوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، تر برید وروسته یې یوه کوچنۍ ماشومه په ټپي حالت کې لیدلې ده.
د عیني شاهدانو په وینا چاودنه ډېر زورور و، چې تر ډېرو لرو سیمو پورې یې غږ اورېدل شوی.
وسله والو طالبانو د برید پړه منلې او د لسګونو نظاميانو د مرګ ژوبلې خبرې یې کړې.
جمهور آژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین