۰

ننګرهار کې ۳۷ داعشیان وژل شوي

دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۳
چارواکی وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون ۳۷ داعشیان وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۳۷ داعشیان وژل شوي
چارواکی وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون ۳۷ داعشیان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر د مخې له مخې د ننګرهار چارواکي زیاتوي، چې داعشیانو ته دغه مرګ ژوبله تېره ورځ په اچین ولسوالۍ کې اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د حمزه په نوم د پیل شویو عملیاتو په لړ کې د اچین ولسوالۍ په انګور جمات، اخندزاده ګان، اسدخېل او مامند سیمو کې هوايي او توپچي بریدونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه بریدونو په ترڅ کې د بهرنیانو په شمول ۳۷ داعشیان وژل شوي او د هغوی یو شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د داعش د ۳۷ وسله والو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حمزه عملیاتو په ترڅ کې داعش په سیمه کې کمزوری شوی او د لمنځه تلو په حال کې دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین