۰

د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز له دندو استعفا وکړه

دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۰
د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي او د پوځ مشر جنرال قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده.
د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز له دندو استعفا وکړه
د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي او د پوځ مشر جنرال قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حبیبي او ښاغلي شهیم نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د خپلې استعفا اعلان وکړ او له ولسمشر یې وغوښتل، چې د دوی استعفا ومني.
جنرال حبیبي په خپلو خبرو کې و ویل، چې د کوم فشار له امله یې استعفا نه ده ورکړې، بلکې اخلاقآ یې د ملي ګټو په خاطر له خپلې دندې استعفا وکړ.
نوموړي و ویل استعفا یې له دې امله کړې، له یوې خوا د ستونزو د حل له پاره خپل ځای ځوانانو ته پرېږدي او له بلې خوا یې راتلونکو چارواکو ته یو اخلاقي کړنلار پر ځای پرېښودي وي.
جنرال قدم شاه شهیم هم ورته څرګندونې وکړې او و یې ویل، چې د دوی استعفا په دې مانا نه ده، چې ګڼې د هېواد خدمت ته به نور ادامه نه ورکوي، بلکې د مرګ تر ورستیو پورې به د خپل هېواد او خپل ولس خدمت ته دوام ورکړي.
ارګ هم د دغه دوه لوړ پوړو چارواکو د استعفا پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ولسمشر غني د جنرال حبیبي او جنرال شهیم استعفا منلې ده.
د ملي دفاع وزیر او جنرال قدم شاه شهیم په بلخ کې پر د ۲۰۹ شاهین قول اردو تر شوي بریدونو وروسته استعفا ورکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین