۰
مک ماسټر له حنیف اتمر سره په خبرو کې:

موږ به په ګډه د ترهګرو شومې موخې شنډې کړو

دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۲
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یوازې نه دی او په ګډه به د ترهګرو موخې شنډې کړي.
موږ به په ګډه د ترهګرو شومې موخې شنډې کړو
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یوازې نه دی او په ګډه به د ترهګرو موخې شنډې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مک ماسټر تېره ورځ ښاغلي اتمر ته د شاهین قول اردو د برید په اړه تېلفون وکړ.
سرچینه وايي، ښاغلي ماسټر په خپلو خبرو کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د وسله والو برید په کلکو ټکو وغانده او افغان حکومت او ولس ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ویې ویل، چې هېواد او خلک یې په هر ډول شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.
خبرپاڼه کې د مک ماسټر له قوله راغلي«ما د خپل نظامي ژوند په اوږدو کې په نړۍ کې بل هېڅ داسې ملت نه دی لیدلی، چې د افغانانو په څېر د هر ډول ناخوالو پر وړاندې په اتحاد او قوت ودریږي او ټولې غمیزې په خپلې وړتیا او یووالي پایته ورسوي. زه د افغانانو د زغم او ټینګې ارادې دغه احساس خورا ډېر ستایم.»
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار ویلي، ترهګرو ته زموږ پیغام دا دی، چې د افغانستان دولت او خلک د ترهګرۍ سره په جګړه کې یوازې نه دي او موږ به په ګډه د ترهګرو شومې موخې شنډې کړو.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته د خپل وروستي سفر پایلو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر د هغو اصلاحي پروګرامونو څخه خوښ دی، چې د ولسمشر غني په مشرۍ، د حکومت په بېلابېلو سکتورونو کې د پلي کېدو په درشل کې دي.
ښاغلي محمد حنیف اتمر، له امریکا د مننې تر څنګ یو ځل بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په شریکو هلو ځلو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړي کولو کې د متحدو ایالتونو او ناتو پر دوام دار ملاتړ ټینګار کړي..
د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، چې پر شاهین قول اردو د ترهګرو د وروستي برید کورني او بهرني عوامل به د خپلو کړنو سخت بدل ترلاسه کړي او حکومت اراده لري، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دښمن عوامل او نفوذي عناصر له یوې مخې پاک کړي.
باید و ویل شي، چې پر شاهین قول اردو د تېرې جمعې په ورځ د وسله والو طالبانو له خوا ډلیز برید وشو، چې په کې ۱۳۸ تنه وژل شوي او ۶۴ نورټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین