۰

هلمند کې د ولسمشر ځانګړي استازي استعفا کړې

دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۴
هلمند کې د ولسمشر ځانګړي استازي استعفا کړې
په هلمند کې د افغان ځواکونو د هماهنګۍ له پاره د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي عبدالجبار قهرمان له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي قهرمان د خپلې استعفا لامل د هلمند په دفاعي او امنیتی ادارو کې دې ده د اصلاحاتو وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه ویل په ګوته کړي.
نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې زیاته ویلي استعفا مې ورکړې او حکومت ته مې ویلي، چې په دغه شکل زه خپلې دندې ته دوام نه نشم ورکولی.
خو په وینا یې تر اوسه یې استعفا منل شوې نه ده.
د هغه په وینا د افغانستان په مسلح قواوو کې بنیادي ستونزه کمزوری مدیریت دی چې حکومت يې باید د حل کولو لپاره ګام پورته کړي.
قهرمان د هلمند د پولیسو په لیکو کې بې نظمیو ته په اشارې ویلي«موږ په پولیسو کې په لویه کچه تغیراتو ته ضرورت لرو.»
هغه په هلمند کې د افغان ځواکونو وروستي پرمختګونه ستایلي خو ټینګار یې کړی، چې که د هلمند د امنيتي ځواکونو په مدیریت کې اصلاحات رانشي نو د دولت له وسله والو مخالفینو څخه به نیول شوې سیمې بیرته سقوط وکړي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین