۰
حامد کرزی:

ډېر ژر به د افغانستان د نجات له پاره یو ملي پراخوان وکړم

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۷
مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، ډېر ژر به د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو او خلاصون له پاره یو ملي پراخوان وکړي.
ډېر ژر به د افغانستان د نجات له پاره یو ملي پراخوان وکړم
مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، ډېر ژر به د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو او خلاصون له پاره یو ملي پراخوان وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې نن په کابل کې په خپل کور کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او په بلخ ولایت کې یې پر شاهین قول اردو برید په کلکو ټکو وغانده.
هغه په خپلو خبرو کې و ویل، هر هغه څوک چې ورته بریدونه کوي، او یا هم بې ګناه افغانان د پردیو د ګټو له پاره وژني، ترهګر دي.
نوموړي زیاته کړه، چې وړاندې تر دې یې طالب ته په دې خاطر د ورور خطاب کړی و، چې په وینا یې هغوی سوله وکړي خو اوس چې هر څوک دغه ډول بریدونه کوي، هغه ترهګر او د افغانستان دښمنان دي.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل«پخوا مې طالب ته د سولې په خاطر ورور ویلي خو اوس پرې غږ کوم، چې طالب جنګ پرېږده، د امریکا د بمونو د استعمال زمینه سازي مه کوه، ستا جنګ د امریکا د دغه کارونو سبب شوی، چې لوی بمونه استعمال کړي.»
پخواني ولسمشر په خپلو خبرو کې پر ګاونډیو او سیمې هېوادونو هم غږ وکړ او جدي غوښتنه یې ترې وګړه، چې افغانستان نور د خپلو ګټو قرباني او د خپل تقابل ځای ونه ګرځوي.
هغه یو ځل بیا د امریکا له خوا په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو ستر بم کارول وغندل او پر امریکا یې نیوکه وکړه، چې له افغانستان سره دوه ګونی چلند کوي.
ښاغلي کرزي وویل«امریکا دې نور دوه ګونی چلند بند کړي، یو وخت به یې موږ ته ویل، چې پاکستان کې د ترهګرو اډې دي د هغوی مرکزونه دي او بله ورځ به یې ۱۰ بیلیونه ډالر ورکړل، نور دا دوه ګونی چلند نه غواړو، بلکې له امریکا غواړ، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ریښتینې مرسته وکړي.»
حامد کرزي زیاته کړه، چې له امریکا دا نه غواړي، چې افغانستان ته دې نور سرتېري راولي او جګړه لا اوږده کړي، بلکې د افغانستان سوله او ثبات ترې غواړي.
نوموړي و ویل، چې یوه مهم نړیوال کنفرانس ته روان دی او تر هغې چې راوګرځېده نو د افغانستان د خلاصون او نجات له پاره به یو ملي پراخوان تر سره کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین