۰
دفاع وزارت:

زابل کې د القاعده د پنځو غړو په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۸
د افغانستان ملي دفاع وزارت په زابل ولایت کې د القاعده شبکې د پنځو غړو په ګډون د لس تنه وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.
زابل کې د القاعده د پنځو غړو په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت په زابل ولایت کې د القاعده شبکې د پنځو غړو په ګډون د لس تنه وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله نن د هوايي بریدونو پر مهال اوښتې ده.
سرچینه وايي، د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ د چینو او باغي په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوايي بریدونه تر سره کړل.
ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د القاعده شبکې د پنځو غړو په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي، چې یو هم په کې د ملا نور اغا په نوم د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
زابل په سویل کې یو له هغه ناارامه ولایتونو څخه دی، چې پر وسله والو طالبانو سربېره ځینې نورې وسله والې ډلې هم په کې فعالیت لري.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین