۰
نبیل:

په ماتم کولو د غمیزو مخنیوی نه کېږي / په حکومت کې د ننه پردي جاسوسان پیدا او محکوم کړی

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۱
د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل په ۲۰۹ شاهین قول اردو برید ته په اشارې سره وايي، په ماتم کولو د غمیزو مخه نه نیول کېږي، حکومت دې عملي ګامونه پورته او پردي جاسوسان دې محکوم کړي.
په ماتم کولو د غمیزو مخنیوی نه کېږي / په حکومت کې د ننه پردي جاسوسان پیدا او محکوم کړی
د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل په ۲۰۹ شاهین قول اردو برید ته په اشارې سره وايي، په ماتم کولو د غمیزو مخه نه نیول کېږي، حکومت دې عملي ګامونه پورته او پردي جاسوسان دې محکوم کړي.
د جمهور آژانس افغان حکومت ته په کار ده چې د روانو وحشتونو او ناخوالو پر وړاندې عملا لاس په کار شي او د روانې غمیزې مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت یوازې د غندنو او ماتم اعلانولو له لارې ملت ته تسکین ورکوي، خو په وینا یې په حقیقت کې دا د حل لار نه ده، بلکې دښمن ته لا موقع په لاس ورکوي چې خپل وحشیانه عملونه وغځوي او جګړې لا تودې کړي.
نبیل د ملي وحدت د حکومت پر مشرانو غږ کړی چې د روانې غمیزې د درولو لپاره دې، مټې ونغاړي، عملي ګامونه دې پورته کړي او په حکومت کې د نننه دې پردي جاسوسان پيدا او محکوم کړي.
په ورته وخت کې نبیل د هغو ټولو بندي طالبانو او نورو ترهګرو د اعدام کولو غوښتنه کړې چې د اعدام حکم ورباندې صادر شوی دی.
د ملي امنیت مخکیني رییس ویلي، تر هغه چې حکومت قاطع تصمیم و نه نیسي، ترهګر د دوی په ځالو کې په نښه نه کړي، په هېواد کې به غمیزې او وژنې همداسې روانې وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین