۰

افغان ځواکونو ننګرهار کې د نشه يي توکو ۳ فابریکې له منځه وړې

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۹
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو په ختیځ ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس درې فابریکې له منځه وړې دي.
افغان ځواکونو ننګرهار کې د نشه يي توکو ۳ فابریکې له منځه وړې
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو په ختیځ ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس درې فابریکې له منځه وړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.
د سرچینې زیاته کړې، چې افغان ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په برکلي کې د نشه يي توکو په کارځایونو برید کړی او درې کارخانې یې له منځه وړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه کارخانو د لمنځه وړولو تر څنګ ۶۳۰۰ کیلوګرامه مورفین، ۴۰۰ کلیوګرامه امونیم کلوراید او ۳۰ کلیوګرامه چونه چې د نشه يي توکو د تولید په برخه کې کارېدله کشف او تر لاسه شوې ده.
خو دا چې په دې تړاو څوک نیول شوي که نه په اړه یې په خبرپاڼه کې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې له تېرې میاشتې راهیسې دا درېیم ځل دی، چې افغان ځانګړي ځواکونه په ننګرهار کې د نشه يي توکو یو شمېر لویې کارخانې او زرګونه کیلوګرامه نشه يي توکي له منځه وړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین