۰
موګیرني:

اروپايي ټولنه به د افغان سولې په برخه کې هڅې ډيرې کړي

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۱
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې فدریکا موګیرني وايي، اروپايي ټولنه به د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او دغه هڅې به ډېرې کړي.
اروپايي ټولنه به د افغان سولې په برخه کې هڅې ډيرې کړي
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې فدریکا موګیرني وايي، اروپايي ټولنه به د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او دغه هڅې به ډېرې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخېد اروپايي اتحادیې له مطبوعاتي خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ټولنه د افغانستان او امن او سولې ته ژمنه ده.
خبرپاڼه د موګیرني له خولې لیکلي، چې نوي ډهلي او بجینګ ته یې په خپل وروستي څلور ورځني سفر کې د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د هغې په وینا په دې سفر کې یې له هندي او چینايي چارواکو سره د افغانستان پر ثبات او سوله خبرې کړې دي او له دوی یې غوښتي چې په سیمه کې د پیاوړو هېوادونو په څېر په دغه مسله کې مرسته وکړي.
نوموړې ویلي، چې د یادو هېوادونو چارواکو ورسره ژمنه کړې ده او ټاکل شوې چې په نېږدې ورځو کې له همدې پیغام سره مسکو ته هم سفر وکړي.
اغلې موګیرني وايي، مسکو ته به په خپل سفر کې له سرګي لاوروف سره وګوري او له هغه به وغواړي چې هېواد یې د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړي او دلته روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې ټینګار کړی، چې یوازې سوله او مذاکرات کولی شي افغانانو او سیمې ته تل پاتې ثبات او پراختیا راولي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


حضرت یعقوب سرگند
کتگوری اخبار پشتو آن چنان که باید باشد نیست
پربازدیدترین