۰

امریکا له اسټرالیا سره د افغان کډوالو تړون عملي کوي

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۳
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، متحده ایالات به له اسټرالیا سره د افغان او ایراني کډوالو د منلو تړون عملي کړي.
امریکا له اسټرالیا سره د افغان کډوالو تړون عملي کوي
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، متحده ایالات به له اسټرالیا سره د افغان او ایراني کډوالو د منلو تړون عملي کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مایک پنس دغه څرګندونې نن سېډني کې د استرالیا له صدراعظم مالک ټرن بل سره په یوه کډه خبري ناسته کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې د دې تړون منل، د امریکا دغه مهم متحد ته په درناوي سره، دا معنی نه لري چې امریکا د دې تړون ستاینه کوي.
خو زیاتوي، د هغو کډوالو په اړه چې ټاکل شوې له اسټرالیا څخه امریکا ته ولاړ شي، جدي او دقېقي پلټنې او تحقیقات کېږي.
د یاد تړون له مخې ۱۲۵۰ افغان، ایراني او پاکستاني کډوال چې د اسټرالیا په سواحلو کې په کمپونو کې ژوند کوي، اوس کولی شي امریکا ته ولاړ شي.
د دې په بدل کې اسټرالیا د السلوادور، ګواتیمالا او هاندوراس کډوال چې په امریکا کې ساتل کېږي، په اسټرالیا کې مني.
باید و ویل شي، دغه تړون د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال شوی و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین