۰
خلیلزاد:

که پاکستان خپل سیاست بدل نه کړي له امریکا سره په دښمنۍ اوړي

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۶
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي ښايي د واشنګټن او اسلام اباد د دوستۍ اړیکې پر دوښمنۍ واوړي.
که پاکستان خپل سیاست بدل نه کړي له امریکا سره په دښمنۍ اوړي
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي ښايي د واشنګټن او اسلام اباد د دوستۍ اړیکې پر دوښمنۍ واوړي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د ټرمپ اداره به د راتلونکې مې میاشتې تر نیمايي د افغانستان پر وړاندې خپله ستراتيژي اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ستراتېژۍ کې به له پاکستان واضح غوښتنې شوې وي او پر دغه هېواد فشار راوړل شوی چې د افغانستان د جګړې له ملاتړه لاس واخلي.
ده زیاته کړې چې د پاکستان او امریکا اړیکې اوس دومره نږدې نه دي لکه پخوا چې وې خو که پاکستان خپلو ناوړه سیاستونو ته ادامه ورکړي دا اړیکې به نورې هم خرابې شي.
دی وايي، ټرمپ نه غواړي چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدله شي په همدې خاطر یې د یوې قوي پالیسۍ پر جوړولو لاس پورې کړی او د خلیلزاد په وینا
دی وايي، ټرمپ نه غواړي چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدله شي په همدې خاطر یې د یوې قوي پالیسۍ پر جوړولو لاس پورې کړی او د خلیلزاد په وینا په دې اړه منظمې مشورې ورسره کوي.
په دې اړه منظمې مشورې ورسره کوي.
زلمي خلیلزاد همدا راز له وسله والو طالبانو د روسیې ملاتړ د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه چاره ترهګر لا پياوړي کوي او سیمه بې ثباته کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان جګړه یوې معقولې حل لارې ته اړتیا لري، ځکه دلته روانه جګړه یو اړخ نه لري او باید ټولو اړخونو او لاملونو ته یې په پام دغه جګړې ته د حل لار پيدا او وروسته اقدام وشي.
خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې وړمه ورځ د سپینې ماڼۍ ارشد سلاکار کورتیس ویلي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پر سیاست کار روان دی، چې له مخې به یې پر پاکستان فشار ډېر کړای شي.
ده زیاته کړې چې ټرمپ به په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي او همدا راز به د سرتیرو د زیاتولو په اړه پرېکړه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ به په نوي سیاست کې پر پاکستان خپل فشار ډیر کړي؛ ځکه په دغه هېواد کې د ترهګرو د امنو پټنځایونو د موجودیت په صورت کې په افغانستان کې امن نه شي راتللی.
د سپنې ماڼۍ ارشد سلاکار وايي، حقاني شبکه او طالبان لاهم په پاکستان کې مرکزونه لري او له دې مسلې د ټرمپ اداره سترګې نه پټوي.
د نوموړي په باور ټرمپ به په دې هم کار وکړي، چې پاکستان د باور وړ نه دی او پر دغه هېواد تکیه کول نه دي په کار.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین