۰

اروزګان کې د پولیو واکسین ۶ ماشومان وژلي

شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پولیو واکسین ۶ ماشومان وژلي دي.
اروزګان کې د پولیو واکسین ۶ ماشومان وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پولیو واکسین ۶ ماشومان وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ګیزاب ولسوال خوشحال بارکزی وايي پېښه د یادې ولسوالۍ په حسین نک نومي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي ویلي، د پولیو واکسین شپږ ماشومان وژلي او د ۹ نورو ماشومانو روغتیايي حالت هم سم نه دي، چې د دایکنډي ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی زیاتوي، چې د ارزونې ټیمونه سیمې ته لېږل شوي او په وینا یې ښايي د ناروغانو شمېره له دې هم لوړه شي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د څېړنې په موخه یو پلاوی سیمې ته استول شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین