په بلخ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې په دلیز وسله وال برید کې ۲۰۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره ورځ په بلخ ولایت کې ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې ډلیز برید وکړ.
چارواکي وايي، ۱۰ تنو وسله والو ځانمرګو چې د ملي اردو یونیفورم یې پر تن و، او د ملي اردو رنجرې ورسره وې، په دغه قول اردو باندې برید وکړ.
د دوی په وسله والو برید کوونکو د جمعې د لمانځ پر وخت په دغه قول اردو برید وکړ، چې دوه تنو یې چاودنه وکړه.
په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال قوماندان حساس شینواري ویلي، په دغه برید کې ۱۳۸ تنه وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغه برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او په رسنیو یې د هغو بریدګرو انځور هم خپور کړی، چې په دغه قول اردو یې برید کړی وو.
دغه برید په کور د ننه او بهر غندلی شوی دی.
له دغې پېښې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن بلخ ولایت ته تللی تر څو د قربانیانو له کورنیو سره خواږوي وکړي او د یاد ولایت امنیتي حالت و ارزوي.
ولسمشر غني دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له اسلام او افغانیت سره په ټکر کې یو وحشیانه عمل بللی دی.
جمهورآژانس:کابل