۰

د حزب اسلامي یو مشهور قومندان ننګرهار ته راغلی

شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۲
د ننګرهار چارواکي وايي، د حزب اسلامي یو مشهور قوماندان مولوي شمس الرحمن دانش یار خپل هېواد ته راستون شوی دی.
د حزب اسلامي یو مشهور قومندان ننګرهار ته راغلی
د ننګرهار چارواکي وايي، د حزب اسلامي یو مشهور قوماندان مولوي شمس الرحمن دانش یار خپل هېواد ته راستون شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، مولوي شمس الرحمن دانشیار تېره ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته راستون شوی دی.
خوږیاڼي زیاته کړې، چې دانشیار د حزب اسلامي د مشر په امر خپل هېواد ته راغلی او د حزب اسلامي ډېری غړو هیله ښودلې، چې د یاد قوماندان په راتګ سره به د سولې لمن پراخه شي.
د خوږیاڼي په خبره دانشيار له دې وړاندې د لغمان والي، تنظيمه ریيس او ولايتي مشر پاتې شوى او اوس مهال د نظامي کمېټې غړى دى، چې د ملي يووالي حكومت سره د سولې لاسليك شوي هوکړه ليک له مخې هېواد ته را ستون شو.
د حزب اسلامي دغه لوړ پوړى قوماندان په داسې حال کې هېواد ته راځي، چې د راپورونو له مخې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د ياد ګوند مشر ګلبدين حکمتيار هم ننګرهار او يا لغمان کې راڅرګند شي.
خو حزب اسلامي بیا دغه ډول آوازې رد کړې، چې ګنې د حکمتیار د راتګ له پاره کومه مشخصه ورځ ټاکل شوې، ولې وايي هغه به ژر په یوه ولایت کې راڅرګند شي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین