۰

ننګرهار کې ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي

شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۱
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، داعش ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رسېدلې ده.
نوموړی زیاتوي، چې افغان ځواکونو په اچین او هسکه مېنه ولسوالۍ کې پر داعش بمبار کړی دی.
دی وايي، په اچین ولسوالۍ کې د برید پر مهال ۱۹ داعشیان او دغه راز په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د برید پر مهال ۹ داعشیان وژل شوي، چې ډېری یې بهرنیان دي.
په ورته وخت کې خوږیاڼی دا هم وايي، چې په ننګرهار کې د ترهګرو پر وړاندې د حمزه پیل شوي عملیات ځینو نورو ولسوالۍ ته هم غځول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ځینو ولسوالۍ کې نن سهار دغه عملیات پیل شوي او په ځینو کې به له دې وروسته پیل شي.
د ننګرهار د والي د ویاند په خبره دغه عملیات به تر هغه دوام وکړي، تر څو یې سیمې له داعش او نورو وسله والو ډلو څخه نه وي پاکې کړې.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین