۰

راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف د مشرۍ له پاره دغه هېواد ته ولاړ

شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د پاکستان د پوځ مخکنی مشر جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف د مشرۍ له پاره دغه هېواد ته تللی.
راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف د مشرۍ له پاره دغه هېواد ته ولاړ
د پاکستان د پوځ مخکنی مشر جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف د مشرۍ له پاره دغه هېواد ته تللی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له قوله ویلي، چې شریف د دفاع وزارت او لومړي وزیر تر منظورۍ وروسته جنرال راحیل شریف ته ددغه پوځي ائتلاف د مشر په توګه په دغه ائتلاف کې د ګډون منظوري ورکړې ده.
هغه ویلي، چې سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف د مشر په توګه د جنرال راحیل شریف په ټاکنه کې ځانګړې دلچسپي ښودلې وه.
چې په وینا یې وروسته مرکزي حکومت جنرال راحیل شریف ته په دغه پوځي ائتلاف کې د مشر په توګه د ګډون اجازه ورکړه."
د پاکستان یو شمېر خبري تلویزیونونو همداشان هغه ویډیو هم خپره کړې چې پکې جنرال راحیل شریف له خپلې کورنۍ سره یوځای په ځانګړې الوتکه کې سعودي عربستان ته د روانېدو په حال کې ښیي.
متقاعد جنرال راحیل شریف د پاکستاني پوځ مخکیني مشر و چې د تېر کال په نومبر کې یې درې کلنه دوره پوره شوه او پر ځای یې جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ مشر وټاکل شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین