۰

د هند لومړي وزیر پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید په کلکو ټکو غندلی دی

شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۱
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په افغانستان کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د وسله والو طالبانو ډلیز برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د هند لومړي وزیر پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید په کلکو ټکو غندلی دی
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په افغانستان کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د وسله والو طالبانو ډلیز برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مودي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري پر ۲۰۹ شاهین قول اردو شوی برید په کلکو ټکو غندم او دا یو ستر وحشت بولم.
ښاغلي مودي ویلي، چې پر لمونځ کوونکو سرتېرو برید کول د نړۍ تر ټولو ستر ظلم دی او دغه ډول بریدونه ښيي، چې د افغانانانو دښمنان څومره وحشیانه عملونه تر سره کولی شي.
د هند لومړي وزیر د خپل ملت په استازي توب خپله غمرازي او همدردي له ټول افغان ولس او د قربانیانو له کورنیو سره شریکه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د یوه سوکاله، با ثباته او آرام افغانستان هیله لري.
باید و ویل شي، چې تېره ورځ په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو ډلیز وسله والو برید وشو، چې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې بېلا بېلې شمېر ښودل کېږي.
ځینو امنیتي سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي، خو په رسیمي توګه اوسه د ۷ تنو د وژل کېدو او ۱۱ د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین