۰
کورتیس:

د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پر سیاست کار روان دی

شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۶
د سپنې ماڼۍ ارشد سلاکار کورتیس وايي، د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پر سیاست کار روان دی، چې له مخې به یې پر پاکستان فشار ډېر کړای شي.
د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پر سیاست کار روان دی
د سپنې ماڼۍ ارشد سلاکار کورتیس وايي، د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پر سیاست کار روان دی، چې له مخې به یې پر پاکستان فشار ډېر کړای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کورتیس ویلي، چې د ټرمپ اداره غواړي د افغانستان په اړه پر خپل سیاست کتنه وکړي.
ده زیاته کړې چې ټرمپ به په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي او همدا راز به د سرتیرو د زیاتولو په اړه پرېکړه وکړي.
کورتیس ویلي، چې طالبانو دمګړی له افغان ځواکونو ډيرې سیمې نیولې دي او بهرني ځواکونه به له افغان ځواکونو سره ددغو سیمو په بېرته نیولو کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ به په نوي سیاست کې پر پاکستان خپل فشار ډیر کړي؛ ځکه په دغه هېواد کې د ترهګرو د امنو پټنځایونو د موجودیت په صورت کې په افغانستان کې امن نه شي راتللی.
د سپنې ماڼۍ ارشد سلاکار وايي، حقاني شبکه او طالبان لاهم په پاکستان کې مرکزونه لري او له دې مسلې د ټرمپ اداره سترګې نه پټوي.
د نوموړي په باور ټرمپ به په دې هم کار وکړي، چې پاکستان د باور وړ نه دی او پر دغه هېواد تکیه کول نه دي په کار.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین