۰
د ولسمشر دویم مرستیال:

د موقت حکومت د پلانونه جوړول د کودتا مانا لري

شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۶
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، افغانستان یو قانوني حکومت لري او د دغه حکومت پر وړاندې هر ډول توطیه او پلان جوړول د کودتا په مانا ده
د موقت حکومت د پلانونه جوړول د کودتا مانا لري
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، افغانستان یو قانوني حکومت لري او د دغه حکومت پر وړاندې هر ډول توطیه او پلان جوړول د کودتا په مانا ده
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش ویلي، چې په دې وروستیو کې ځینې کړۍ د موقت حکومت جوړولو خبرې کوي او غواړي خلک را وپاروي.
خو په وینا یې ولس اوس هوښیار شوی دی او د خلکو په ورته څرګندونو نه غولېږي.
هغه وايي، د موقت حکومت جوړول په دې مانا دي چې ملت به د یوې نیمې لسیزې لاس ته راوړنې له لاسه ورکوي او هر څه به شا ته ځي.
دانش زیاته کړې، چې اپوزیسیون والی د حکومت د ړنګولو په مانا نه ده او سیاستوال باید په دې توپیر پوه شي.
د مرستیال په خبره هر هغه څوک چې د حکومت پر وړاندې له غیر سیاسي لارې ګام اخلي یا هغه اقدام کوي چې کودتا ته نږدې وي د افغان حکومت له لوري به ورسره قانوني چلند کېږي.
د ولسمشر دوهم مرستیال دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د ولسمشر غني د ځانګړي استازي احمدضیا مسعود تر لرې کولو وروسته د هغه نېږدو سرچینو خبر ورکړ، چې احمدضیا مسعود د یوه موقتي حکومت د جوړېدو په هڅه کې دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین