۰
زاخیلوال:

که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ولاړ شي ټوله سیمه امن ده

چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۹
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېوال وايي، د ترهګرو پټنځایونه په پاکستان کې دي او که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ولاړ شي ټولې سیمې ته امن او ثبات راتلای شي.
که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ولاړ شي ټوله سیمه امن ده
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېوال وايي، د ترهګرو پټنځایونه په پاکستان کې دي او که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ولاړ شي ټولې سیمې ته امن او ثبات راتلای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېوال دغه څرګندونې له یوه پاکستاني تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان دې هم په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد د کابل په څېر د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت لسګونه پاکستاني طالبان له منځه وړي، د دوی مشران یې نیولي او ډېری یې پاکستان ته سپارلي دي.
ده ویلي، چې په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبان هيڅ امن پټنځای نشته دی او له پاکستان هم د افغان حکومت غوښتنه دا ده چې په خپله خاوره کې د شته ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ترهګرو امن پټنځایونه او د دغه ډلې مشران په پاکستان کې دي او په وینا یې د پاکستان حکومت دې هغه طالب مشران هم افغان حکومت ته وسپاري چې د دغه هېواد په زندانونو کې دي.
د افغان سفیر زاخیلوال په خبره که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو شته مرکزونه له منځه یوسي نو ټولې سیمې ته امن او ثبات راتللی شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین